د NHS د کولمو سرطان معاینات: د FIT کټ لارښوونې (Pashto)
تازه شوی 2 October 2024
Applies to England
ستاسو د معایناتو د کټ کارولو د چل په اړه لارښوونې.
یو لنډ انیمېشن چي د FIT کټ کارولو طریقه تشریح کوي په انګلیسي ، برٹش ساین لنګویج یعني برتانوي علامتي ژبه او په نورو ژبو کې له سب ټایټلز یعني لاندي ژباړې سره شته.
په بوتل باندې نېټه لیکل
د نمونې پر بوتل باندي نیټه په بال پین یعني خودرنگ قلم ولیکئ.
د خپلو غایطه موادو د راخیستلو لپاره له یو دبلي یا تشناب کاغذ څخه کار واخلئ.
د تشناب اوبو مهٔ پرېږدئ څي ستاسو له غایطه موادو سره ګډې شي.
د نمونې رااخیستنه
د نمونې بوتل خلاصولو لپاره برغولی وپېچئ.
د نموني سیخکی راواخلئ په غایطه موادو کښې یې دومره ورچخ کړئ چي ټوله ځیږه برخه یې پکښې ډوبه شي.
د معایناتو لپاره موږ فقط بېخي لږو غایطه موادو ته اړتیا لرو. مهرباني وکړئ زیات مه پکښې اچوئ.
د نمونې بوتل په کلیک کولو سره بوتل بند کړئ
سیخکی بیرته په بوتل کې واچوئ او د بندولو لپاره یې برغولی په ‘کلک کولو سره بند کړئ’.
له کارولو وروسته بوتل بیا مه پرانیزئ.
مهرباني وکړئ له کارولو وروسته خپل لاسونه پرې مینځئ.
د تکمیل شوي کټ په پوسته کښې د رالېږلو لپاره تیاری
ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د نمونې پر بوتل باندي نیټه لیکلې ده.
د نمونې بوتل په هغې بیرته راستنیدونکي لفافې کې واچوئ چي ورسره درکول شوې ده.
ټیپ یعني خور ورڅخه واړوئ، او لفافه او پوسته مهر کړئ.
مهرباني وکړئ ژر تر ژره خپل بشپړ شوی کټ په پوسته کښې راولېږئ.